د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د FMIC په ۱۴م نړیوال ساینسي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون کړی.
په یاد کنفرانس کې، چې په ترڅ کې یې د روغتیا په برخه کې د شویو طبي څېړنو پایلې وړاندې کېږي، د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو د روغتیا په برخه کې د ۱۲۸ ترسره شویو څېړنو مسولینو، داخلي او نړیوالو روغتیايي متخصصینو او دولتي مسولینو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د څېړنې په ارزښت، اړتیا او په دې برخه کې د روغتیا وزارت د ملاتړ اړوند هر اړخیزه وینا وکړه.
نوموړي همداراز د ناروغانو د غوره درملنې او پرمختګ لپاره څېړنې اړینې وګڼلې او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د ژمنتیا او همکارۍ څرګندونه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت ژمنتیا لري، چې د هېواد روغتیايي سیستم د ښه والي، په درملنه کې د موثریت او تشخیصیه خدماتو ښه والي په موخه څېړنیزې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.