د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP29) په لړ کې د اسلامي امارت پلاوي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ یې هلته ګډون کړی، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال (Dragana Kojic) او د اوزبیکستان هېواد د (Solar Nature) شرکت له مسولینو سره ناسته کړې.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې یې د افغان پلاوي په ګډون خوښي څرګنده کړې او په(COP29) کې یې د یاد پلاوي شتون د لاسته راوړنو ډک بللی.
نوموړي په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړي او ویلي يي دي، افغانستان په عملا د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیانمن هېواد دی او بشري او پراختیایي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي ژمنه کړې، چې زیانمنو ټولنو ته به د بشري او اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې خپلې مرستې ګړندۍ کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو او د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه د کرنې، اوبو، روغتیا او ژوندبڼو د زیانمنکېدو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي.
نوموړي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال غوښتي، چې په خپلو پلانونو او پروګرام کې د اقلیمي بدلون موضوعات شامل کړي.
ښاغلي خالص همدا راز په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند (NDC)، د ژوندبڼو ستراتیژي، د عمل پلان، د اقلیمي بدلون په تړاو د اړوندو اسنادو د جوړولو، پلانونو او برنامو په هکله بحث او خبري کړې دي.
همدا راز د دې ادارې عمومي رییس د اوزبیکستان هېواد د (Solar Nature) شرکت له مسولینو سره د غونډې په ترڅ کې له چاپېریال سره د سازګاره او پاکو انرژیو په هکله هر اړخیز بحثونه کړي.
د غونډو په پای کې د تجربو، د تخنیکي مسایلو، له چاپېریال سره د سازګاره او پاکو انرژیو په برخه کې د معلوماتو په شریکولو او ګډو همکاریو ټینګار شوی.