د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني پرون پنجشنبه (۱۲ /جمادی الأولی /۱۴۴۶ هـ ق نېټه) د ایران اسلامي جمهوریت له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د سترې محکمې د مرکزي تمیز رییس شیخ محمد شریف حقاني، د دفتر لوی رییس مولوي عبدالوکیل حقاني، د دارالانشا عمومي رییس مفتي عبدالرشید سعید او د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس مولوي عبدالرحیم راشد هم ګډون درلود.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو استازو په قضایي برخه کې د افغانستان اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ پر دوستانه اړیکو او افغان زندانیانو د لېږد په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني ویلي؛ ایران او افغانستان دواړه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې ګډ مشترکات لري او تل یې له یو بل سره دوستانه او پر متقابل احترام برابرې اړیکې درلودلې دي.
نوموړې زیاته کړې، چې موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مو هیله ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مسایلو لکه افغان زندانیانو د لېږد او دې ته ورته نورو مواردو په تړاو د تېر په څېر په بشپړ صداقت، ایماندارۍ او اخلاص کار وکړي.
دغهراز افغانستان په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې د کفري هېوادونو د یرغل له امله له سختو مشکلاتو سره مخ شوی، په دې موده کې ډېر شمېر افغانانو د ایران اسلامي جمهوریت په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي؛ طبیعي ده چې له دوی څخه به هلته ځينې جرمونه کېږي، خو له تاسو مو هیله داده چې د اسلامي اخوت له مخې نرم چلند ورسره وکړئ.
په دې سربېره د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست رییس ویلي، چې مسلمانان په اصل کې واحد ملت دی او مسلمان که هر اسلامي هېواد کې وي باید حقوق یې خوندي وي او د جرم صادرېدو په صورت کې باید د اسلامي شریعت مطابق چلند ورسره وشي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلام مبارک دین امر کړی چې له مسلمانو سره سختي مه کوئ، بلکې نرمي ورسره وکړئ؛ بناءً موږ له تاسو هیله لرو چې خپل هېواد کې له افغان ګډوالو او زندانیانو سره د اسلامي شریعت د حکم مطابق نرم چلند وکړئ.
د ایران اسلامي جمهوریت د راغلي پلاوي مشر، د بشري حقونو مرستیال او د محکومینو د انتقال کمېټې رییس عسکر جلالیان ویلي؛ ایران او افغانستان هغه اسلامي هېوادونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې ښې اړیکې پاللې دي، موږ د تل په څېر له افغانستان سره ښو اړیکو لرلو ته ژمن یو.
نوموړي زیاته کړې؛ ایران هڅه کوي چې له افغان کډوالو په ځانګړې توګه افغان زندانیانو سره نرم چلند وکړي، د افغان زندانیانو د انتقال برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه به د دواړو هېوادونو مسولین خبرې وکړي.