د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود”رض” د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د بېلابېلو څانګو له عملي او نظري زدهکړو څخه د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۱۵۶ منسوبین او بریدملان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود”رض” د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمیر منسوبینو ګډون کړی وو.
ښاغلي مدني فارغانو ته په خپله وینا کې ویلي: “خپل ځانونه له تعصب او نفاق څخه وساتئ او تر لاسه کړي مهارتونه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړئ.”
یاده غونډه فارغانو ته د مسولینو له لوري د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.