ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان کې د یوناما انکشافي څانګې د برېښنا شرکت سره د همکارۍ ژمنه وکړه

افغانستان کې د یوناما د انکشافي څانګې رییس د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس ته ډاډ ورکړی، چې د برېښنا روزنېز مرکز د اړتیا وړ اړوندې غوښتنې به مرسته کوونکو مملکتونو سره شرېکې کړي.

افغانستان کې د یوناما د انکشافي څانګې رییس اندریکا راټویټ د افغانستان د امارتي شرکتونو له لوی رییس مولوي احمدجان بلال، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د یاد شرکت د بېلابېلو څانګو مسولېنو سره لیدنه کړې.

دوی دغه‌راز د برېښنا له روزنیز مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.

په دې ناسته کې ښاغلي مولوي بلال افغانستان کې د یوناما د انکشافي څانګې له رییس څخه د مننې ترڅنګ هیله څرګنده کړې، چې د برېښنا شرکت سره د یو خدماتي شرکت په توګه مرسته وکړي، ځکه چې ګټه یې ولس او خلکو ته رسېږي.

ښاغلي ډاکټر عمر بیا د برېښنا روزنیز مرکز د لا پیاوړي کولو لپاره د اړتیا وړ خپل مهم او اړین وړاندیزونه او په دې اړه د همکارۍ غوښتنې د یوناما څانګي د انکشافي برخې له رییس سره شریکې کړې دي.

ښاغلي اندریکا راټویټ ډاډ ورکړی، چې له ټولو مملکتونو سره به یادې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي او په دې برخه کې یې د همکارۍ اړتیاوو د پوره کولو ژمنه کړې ده.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د نړیوال بانک نوي رییس سره به هم د دا ډول نېمګړو پروژو د بشپړولو په اړه خبرې وکړي ځکه چې دا پروژې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره دي.