د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او ورسره پلاوي د روسیې د ولسمشر د اقلیمي بدلون برخي د ځانګړي استازي رُسلان ایدلگریف (Ruslan Edelgeriev) سره لیدنه کړې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په دې ناسته کې پر افغانستان د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي او د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون د ځنډول شویو پروژو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې.
همداراز يې د ملي مشارکت ځانګړې سند (NDC) او د ژوند بڼو ملي ستراتیژۍ د بیاکتنې او بشپړېدو یادونه کړې.
مولوي مطیع الحق خالص ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو د موخو او ژمنو پلي کولو ته ژمن دی او غوښتنه یې کړې، چې د افغانستان استازي ته دي د اقلیمي بدلونونو په سیمهییزو او نړیوالو غونډو کې د ګډون زمینه برابره شي.
ښاغلي خالص اقلیمي بدلون یوه نړیواله ننګونه بللې او ویلي يي دي؛ په دې برخه کې ګډو اقداماتو ته اړتیا لیدل کیږي، نو ځکه نړیواله ټولنه باید پرته له کومه توپيره د اقلیمي بدلون د منفي تاثیراتو پر وړاندي مبارزه وکړي.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ښاغلي ایدلګریف د خپلو خبرو پرمهال د ملګرو ملتونو په ۲۹م کنفرانس کې د افغان پلاوي د ګډون څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې د افغانستان لپاره یو مهمه لاسته راوړنه بللې ده.
نوموړي ژمنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون اړوند ځنډول شویو پروژو د بیا پیل او د اسلامي امارت استازو ته به په سیمهییزو او نړیوالو چاپېریالي غونډو کې د ګډون په تړاو خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د ناستي په پای کې دواړو لوریو د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو پر وړاندي پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کړی.