افغان ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تېره ورځ (جمعه) په متحده عرب اماراتو کې د درې اړخیزه لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې افغان لوبډله توپوهنې ته را وبلله.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ وېکټو په زیان سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې فیصل خان ۱۲۳، محبوب ۵۴، برکت الله ۳۶ او نظیف الله او حمزه علي خېل په ترتیب سره ۳۱ او ۲۳ چټکې منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې د هدف په تعقیب پاکستان لوبډلې ښه پېل واخېست، خو د افغان توپ اچووونکو د غوره توپ اچونې پر وړاندې تر ډېره په ډګر پاتې نشول او په پرلپسې ډول یې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.
دې سره د پاکستان ۱۹ کلنې کم عمره ټوله لوبډله په ۴۶.۳ اورونو کې په ۲۰۶ منډو اوټ شوه.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نصیر خان ۴، نورستاني، غضنفر او عزیز هر یو ۲،۲ وېکټې ترلاسه کړې او په ۴۷ اور کې یې د پاکستان ټول توپوهونکي له ډګره بهر کړل او دې سره یې خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
فیصل خان د غوره توپوهنې او سلیزې جوړولو لپاره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان ۱۹کلنو کمعمره ملي لوبډله به په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله دویمه لوبه د روانې نومبر میاشتې پر ۱۸مه نېټه د کوربه متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړي.