د الجزیرې د راپور له مخې، د لبنان په سویل کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۱۲ روغتیايي کارکوونکو ژوند بایللی او ۷ نور کسان ټپیان شوي دي.
اسرائیلي یرغلګرو تېره پنجشنبه لبنان کې د ملکي دفاع په مرکزونو دوه جلا بریدونه کړي، چې له امله یې یادو ۱۲ روغتیايي کارکوونکو ژوند بایللی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم د ملکي دفاع په مرکزونو د اسرائیلو برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د عادي کېدو په حال کې دي.
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۹ کسانو ژوند بایللی او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۳ زره او ۴۴۵ کسانو ژوند بایللی او ۱۴ زره او ۵۹۹ نور ټپيان شوي دي.