د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، په دایکندي ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳ زره او ۴۴۵ کسانو ته برېښنایي او شپږ زره او ۲۶۸ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د دایکندي ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې پینځه زره او ۴۹۸ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، څلور زره او ۹۷۸ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید، ۱۴ کسانو ته د پېژندپاڼې لغوه کولو او دوه زره او ۹۵۷ نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (دوه زره او ۶۲۳ زېږون کارتونه او ۳۳۴ د مړینې پارچې) خدمتونه وړاندې کړي.
همدارنګه په دې ولایت کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نفوسو د احوال ثبتوالو خدمتونو سربېره په رغنیزه برخه کې هم ځینې پروژې لکه د احاطوي دېوال جوړونه او د نهه کیلو واټه لمریزې برېښنا سېسټم پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یادونې وړه ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.