ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قطر له افغانستان سره د طبي تجهیزاتو او امبولانسونو مرسته وکړه

له عامې ورغتیا وزارت سره د قطر د طبي تجهیزاتو او امبولانسونو مرسته کابل ته را ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د قطر هېواد له لوري د عامې روغتیا وزارت سره د طبي تجهیزاتو او څلور عرادو امبولانسونو تر سره شوې مرسته د افغانستان لپاره د قطر له شارژدافیر دوکتور مردف القاشوطي څخه تر لاسه کړه.

په یادو تجهیزاتو کې چې څلور عرادې مجهز امبولانسونه، د داخله او جراحي د برخو بیلا بیل عصري تجهیزات او د لپراسکوپیک جراحۍ وسایل شتون لري،عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.

ملا بخت الرحمن شرافت د قطر هېواد له لوري د شوې مرستې مننه کړې او په وینا یې هڅه کوي د هېواد د روغتیايي سیستم د ښه والي په موخه د خپلې داخلي بودیجې او نړیوالې همکارۍ په مټ د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره لا عصري او پرمختللي تجیهزات برابر کړي.

همداراز د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان لپاره د قطر له شارژدافیر دوکتور مردف القاشوطي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونه، د روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه د طبي تجهیزاتو تر لاسه کولو او د کندهار پر ۴۰۰ بستریز جوړیدونکي روغتون خبرې شوې.

ملا بخت الرحمن شرافت د قطر هېواد د افغانستان له روغتیايي سیستم سره هر اړخیزه همکاري اړینه ګنلې او په دې برخه کې یې د تر سره شویو کړنو مننه کړې.

دغه‌راز ښاغلي شرافت د هېواد د روغتیايي سیستم لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ژمنتیا او تعهد څرګندونه کړې او په وینا یې په دې برخه کې د لا ښه والي هڅې جریان لري.