ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې ورغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي سعودي هېواد ته د سفر په لړ کې د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر ټیډروس سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو په راجلبولو، د پولیو او ورته نورو ساري ناروغیو سره د مبارزې په غښتلتیا، د هېواد په سپینو سیمو کې د روغتیايي خدماتو برابرولو، په نړیوالو روغتیایي کنفرانسونو او ناستو کې د عامې روغتیا وزارت د استازو پر ګډون او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا مونږ هڅه کړې، چې له خپلو داخلي سرچینو د روغتیايي سیستم تمویل زیات او لا یې غښتلی کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو چې د ولسوالیو په کچه روغتیایي سیستم غښتلی کړو، په تدریجي ډول د روغتیا سکتور د ځان بسیاینې لور ته یوسو او هغه څه چې د ولسونو لپاره اړین دي تر سره کړو.