د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د ایران هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال کمېټې مشر عسکر جلالیان په مشرۍ د دغه هېواد پلاوي له خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو چارو مسول مولوي محمد یوسف مستري، د بهرنیو چارو وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست استازو هم ګډون درلوده.
په یاده لیدنه کې په ایران کې د کډوالو په ستونزو، د جبري ویستلو په مخنیوي، د بندیانو انتقال، له کډوالو سره ښه چلند، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي، د ګډ ميکانيزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د اتشو په ستونزو خبرې شوي.
عسکر جلالیان په خپلو خبرو کې ویلي؛ ایران د افغانانو ترڅنګ د نورو هېوادونو د کډوالو هم کوربه دی او د دغه هېواد حکومت پریکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې برخه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه که د کډوالو په اړه هره طرحه، وړاندیز او مشوره لری، مونږ ته یې راوليږی.
د کډوالو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ایران له اوږده کوربتوب مننه کړې او د لا زیات زغم تمه یې څرګنده کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ د کډوالو په اړه یو اړخیزه پریکړه بې ګټې ده او د کډوالو حقوقو ته زیان اړوي له همدې امله باید یوه ګډه کمیټه او ګډ میکانیزم جوړ شي، تر څو کډوال له خپلو حقوقو برخمن او د راستنېدنې په پروسه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
دغهراز نوموړي له ایران هېواد څخه غوښتي، چې له غیر قانوني کډوالو سره هم له زغم څخه کار واخلي او ناوړه چلند ورسره ونکړي.
په ورته مهال، په پای کې دواړو لوریو په ګډه همکارۍ او د همغږۍ لا زیاتولو په موخه په مسلسلو ناستو ټینګار شوي دي.