ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا سياسي مرستيال: اسلامي امارت د ولسونو ستونزو د حل مسولیت لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په خوست ولایت کې د مېشت تڼي قوم له یو شمېر مخورو او مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د تڼي قوم مخورو او مشرانو د ولسونو د ستونزو حل په برخه کې د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هڅې ستایلي او ویلي يي دي، ولسونه د حکومت له دې چارې خوښ دي.

يادو مخورو د حکومت او ملت ترمنځ د همکاریو په پراختیا ټينګار کړی او د اسلامي نظام د هر ډول ملاتړ ډاډ یې څرګند کړی.

د ناستې پر دوام د تڼیو قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د څړځایونو، ودانیزو او پراختیايي چارو د پیل او یو لړ نورو مسایلو د حل په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر يادو قومي مخورو او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، اسلامي امارت د اسلامي نظام په توګه افغانانو ته د خدمت او د ولس د ستونزو د حلولو مسولیت لري او همدې موخې ته د رسېدو لپاره شپه او ورځ هڅې روانې دي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت په بنسټیز ډول د افغان ټولنې د ستونزو د حل لپاره اړینې لارې غوره کړي او ټولو ننګونو ته به رسېدنه وشي.

د لیدنې په پای کې مولوي عبدالکبير د تڼیو مخورو او قومي مشرانو ته یادونه کړې، چې شته مسایلو ته د رسېدنې په موخه به اړونده ادارې اقدام وکړي او د ولس سلا مشورې به په نظر کې ولري.