ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت تل د هېواد د مظلومو ولسونو ګټو ته لومړیتوب ورکوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د ناشنوانایو ټولنې له رییس سمیع الرحمن او ولایتي مسولینو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني ویلي؛ خوښ یوو نن د ټولنې له داسې یوه قشر سره وینو چې لوړ همت لري، ستاسې غوښتنې، نظرونه او مشورې موږ ته قدر وړ دي.

وروسته د افغانستان د ناشنوانایو ټولنې استادانو ویلي؛ په هېواد کې له پینځه زرو ډېر ناشنوایان شته دي، چې ۳۵۰ رسمي استازي او د همغږۍ په موخه په هر ولایت کې یوه ټولنه لري.

یادو ویناوالو په مرکز او ولایتونو کې د مناسبو دفترونو، مالي او ترانسپورټي امکاناتو د نشتوالي ترڅنګ د لوړو او تخنیکي زده کړو په برخو کې د افغانستان د ناشنوایانو ټولنې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریکې کړي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د ناشنوانایو ټولنې رییس او ولایتي مسولینو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه او مسولینو تل د هېواد د مظلومو ولسونو ګټو ته ترجیح ورکړې او د دوی د ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړې؛ د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست وخت پر وخت له مختلفو اقشارو سره لیدنې کوي، د دوی ستونزې او نظرونه اوري او د حل په موخه یې له اړوندو ادارو او مسولینو سره شریکوي، نو ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به هم له اړوندو ادارو او مسولینو سره شریک او امکاناتو ته په پام به ورته رسېدنه وشي.