ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۵۱ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په دې بریدونو کې د غزې په شمال الشاطي کمپ کې د فلسطیني کډوالو یو ښوونځی هم په نښه شوی، چې ۱۰ فلسطینیان پکې شهیدان او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

په دې ښوونځي کې زرګونه هغو فلسطینیانو پناه اخیستې، چې د غزې په شمال بیت‌لاهیا، بیت‌حانون او جبالیا کمپ کې د خپلو سرپناوو پرېښودو ته اړ شوي وو.

د غزې په شمال کې، چې له ۴۰ ورځو ډېره موده کلابند دی، بې له ځڼده پر استوګنیزو ودانیو د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه جاري دي.

په یاده سیمه کې د صهیونیستي عسکرو د محاصرې له امله لسګونه زره فلسطینیان خوړو، اوبو، درملو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

پر دې سربېره اسرائیلي یرغلګرو مرکزي غزه کې برید کړی، چې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ فلسطینیان پکې شهیدان او د نورو ماشومانو په شمول ګڼ کسان پکې ټپيان شوي دي.

مرکزي غزه او خان یونس کې هم د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۵-۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۳ زره او ۷۹۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۳ زره او ۶۰۱ نور ټپیان شوي دي.