د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په مالیزیا کې د افغانستان له سفیر نقیب الله احمدي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د افغان سفارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو په هکله د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ويلي يي دي؛ افغان سفارت په کوربه هېواد کې د افغان محصلینو، کډوالو او سوداګرو ستونزې حل او ورسره دوامداره لیدنې لري.
ښاغلي احمدي زیاته کړې؛ د مالیزیا لوړپوړي چارواکي د افغانستان په هکله مثبت فکر لري او پرلپسې ژمنې ترلاسه شوي، چې کوالالامپور به د افغانستان د ابادۍ په موخه خپلې تجربې له اسلامي امارت سره شریکې کړي.
نوموړي څرګنده کړې، څه موده وړاندې افغانستان ته د مالیزیا د پلاوي سفر خورا مهم وو چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې مثبت اغېز کړی دی.
مولوي عبدالکبیر په مالیزیا کې د افغان سفارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي، د کابل او کوالالامپور اړیکې خورا مهمې او لاپراخېدو ته یې اړتیا ده.
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال په ماليزيا کې افغان سفیر ته د خپلو سپارښتنو په لړ کې ویلي، د افغانانو د ستونزو حل ته دې لومړیتوب او په ښه توګه دې د افغانستان استازولي وکړي.