د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۷مه نېټه له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره لیدنه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د دغه لیدنې پر مهال د کور او ښار جوړولو، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو وزیرانو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو هم شتون درلود.
په دې لیدنه کې د زېربنا، صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورټ، کرنې، رېل پټلۍ او روغتیا سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، په دغه سکټورونو کې د شته فرصتونو او پر ګډې همکارۍ خبرې وشوې.
د لیدنې پرمهال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل؛ افغانستان دا مهال په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې له پاره زیات فرصتونه لري، کورني او بهرني پانګوال کولی شي په دغه سکټورونو کې پانګونه وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی او د پانګونې له پاره ښه فرصتونه لري.
د نوموړي په خبره، دوی تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
روسي پانګوالو په افغانستان کې په بېلا بېلو سکټورونو په ځانګړي ډول صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چې دوی غواړي په دې برخو کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.
په پای کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند روسي او افغان پانګوالو ته د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د مارکېټ ارزونې وروسته دې خپلې چارې په امن فضا کې پیل کړي.