دفاع وزارت وايي؛ د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د تامیناتو کنډک ورکشاپ انجینرانو له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۹۴ عرادې بېلابېل ډوله نظامي وسایط په اساسي ډول ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد وزارت زیاتوي؛ په ترمیم شویو وسایطو کې ۳۶۹ رنجر، ١٠هاموې ټانګونه، ٣١ انټرنیشنل موټرونه، ١٧ هندي کاسټرونه، شپږ پرده ابي ډوله موټر، پینځه عرادې بابکیت، یو کرینګ، ۲۵ فورد موټر، څلور عرادې ماز۵۰۰ او ۲۶ عرادې نور بېلابېل نظامي وسایط شامل دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، په ترمیم شوو وسایطو کې ۲۴ عرادې هغه انټرنیشنل موټرونه هم شامل دي چې د تيرې ادارې پر مهال د فعالیت څخه لویدلي او د نه پاملرنې له امله د استفادې وړ نه وو؛ چې د یادې قوماندانۍ د مسولینو په خاصې پاملرنې سره بیا ترمیم او د ګټې اخیستنې وړ وګرځيدل.
دا په داسې حال کې ده، چې د تامیناتو کنډک پرسونل د تېر کال په ورستیو شپږو میاشتو کې ۵۸۶ عرادې بیلابیل ډوله پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارلي وو.