د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي د خپل کاري سفر په لړ کې د ايران هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له اجراییوي رییس دوکتور جبارعلي ذاکري او مل پلاوي سره ليدنه وکړه.
په ليدنه کې د خواف-هرات د دريېمې قطعې له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتو پر زياتوالي، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې اړوند د تخنيکي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو او په افغانستان کې د اوسپنيزې کرښې په برخه کې د پانګونې په څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وشوې.
په پای کې دواړو لوريو د افغانستان او ايران ترمنځ په اوسنيو دوه اړخيزو ريلي همکاريو خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه بايد د ريلي همکاريو د دوام او پراختيا په موخه هڅې نورې هم زياتې کړي.