ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دفاع وزارت په ورکشاپونو کې ۳۲۵ بېلابېل پوځي وسایط ترمیم شوي

ملي دفاع وزارت وايي؛ د دې وزارت ستر درستیز انجينري ریاست د مسلکي ټیمونو د پرلپسې هڅو په لړ کې په تېرو څو میاشتو کې په سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو کې ۳۲۵ عرادې بېلابېل ډول لوی او واړه پوځي وسایط په بنسټیز ډول ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له فتحې مخکې هر ډول پوځي وسایط د NMS کمپنۍ له خوا ترمیم کیدل، خو اوس مهال د انجينري ریاست له لوري د مسلکي ټیمونو او مجهزو ورکشاپونو په رامنځته کېدو سره هر ډول پوځي وسایط ترمیم کیږي.