د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو طرحه د اقتصادي کمېسیون د غړو وزارتونو د نظرونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
د دې طرحې پر اساس د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ به د اړتیا پر مهال د مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه حکومت ته اړینې مشورې ورکوي.
په دغه بورډ کې به د افغانستان د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي مسایلو متخصصین او همدا راز د سوداګرو او صنعتکارانو استازي غړيتوب لري.
د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمي په مشري د صنعت او سوداګري، کرنې او مالداري او عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، ترڅو له شرعي اصولو سره سم د چرګانو د حلالي لپاره لارښود جوړ او بیا یې د استفتاء لپاره مرکزي دارالافتاء ته وړاندې کړي.
دغهراز علومو اکاډمي ته لارښوونه شوې، چې تر منظوري وروسته یاد لارښود په ټولو ولایتونو کې د چرګانو د حلالي شرکتونو ته وړاندې کړي او د مستهلکینو د حمایت له کمېټې یې غوښتې، چې د یاد لارښود د تطبیق د بهیر دوامداره څارنه وکړي.
همدارنګه په یاده غونډه کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ د مشارکتي قراردادونو دوې پروژې په پرنسیپ کې منظورې شوې.
دغه راز د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهابالدین دلاور، د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني او کابل ښاروالۍ استازو ته دنده ورکړل شوې، ترڅو یاد قراردادونه له شرعي اړخه وڅېړي او خپلې موندنې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون د کرنې او مالداري وزارت د مرستیال په مشري صنعت او سوداګري او اقتصاد وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته یې لارښونه کړې، څو د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو له ځنګلونو څخه نورو ولایتونو ته د سون لرګیو د لیږد له پروسې څخه د لیدنې په موخه سیمې ته سفر وکړي.