بلخ کې د باختر نباتي غوړیو فابریکه له لس کلن ځنډ وروسته د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت یو ځل بیا ترمیم او رغول شوې او خپل فعالیت یې پیل کړی دی.
د باختر نباتي غوړیو فابریکه یو لسیزه له فعالیت لوېدلې وه، خو د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د مسولینو په پرلهپسې هڅو دا فابریکه بېرته ترمیم او فعالیت یې پیل کړ.
د یادې فابریکې مسولین وايي، چې دې فابریکه کې ۶۰ کسان په درېیو کاري شفتونو کې په کار بوخت دي.
دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې له څلورو نه تر شپږ ټنه غوړي تولیدوي.
د مسولینو په وینا؛ په دې فابریکه کې له نړیوالو معیارونو سره سم غوړي تولید او بازار ته وړاندې کېږي.
دغه راز یاده فابریکه له نورو نباتاتو هم د غوړیو د تولید ظرفیت لري.
د باختر نباتي غوړیو فابریکې دوه کارکوونکي د یادې فابریکې په بیا فعالیت خوښي څرګندوي او وايي، چې په بیا فعالیت سره یې ځوانانو ته کاري زمینه برابره شوې ده.
دوی له اسلامي امارت غواړي، چې هېواد کې نورې فابریکې هم فعالې کړي، تر څو هېوادوالو ته په کور د ننه د کار زمینه برابره شي.