ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سعودي عربستان کې د اوکراین د سولې غونډه پيل شوه

د سعودي عربستان په کوربتوب د امریکا، اروپايي ټولنې، چین او هند په ګډون د ۴۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د اوکراین د سولې غونډه پیل شوه.

په دې غونډه کې د روسیې استازي ګډون نه دی کړی.

ټاکل شوې چې دا غونډه نن پای ته ورسېږي.

اوکراین ویلي، چې د غونډې ډیری ګډونوالو د دوی لخوا د سولې وړاندې شوې لس ماده‌ییزې طرحې څخه هرکلی کړی دی.

دغه‌راز کییف او متحدینو یې هیله څرګنده کړې، چې دا غونډه به اوکراین کې د روسیې جګړې پای ته رسولو ته لاره هواره کړي.