د چین ووژن ښار کې د انټرنیټ نړیوال کنفرانس (the 2024 world internet conference Wuzhen summit) چې د نومبر میاشتې له ۱۹مې نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام کوي، د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له مل پلاوي سره د کوربه هېواد په رسمي بلنه یاد کنفرانس کې ګډون وکړ.
مولوي نجیب الله حیات حقاني د ۲۰۲۴ م کال د نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د انټرنټ نړیوال کنفرانس پرانیستې مراسمو کې برخه واخیسته.
ټاکل شوې نن د نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر بېلابېلو ټاکل شویو برنامو سربېره د چین هېواد په وخت ماښام مهال د یاد کنفرانس غړو هېوادونو د وزیرانو په کچه ناسته کې هر اړخیزه وینا هم وکړي.