د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
ملي دفاع وزارت وايي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوستانه اړيکو د پياوړتيا، ښه ګاونډيتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاريو او د افغان کډوالو د ستونزو اړوند خبرې کړي او په بېلابېلو برخو کې يې د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د دواړو هېوادونو پر چمتووالي ټينګار کړی دی.