د المپیک، بدني روزنې او روزش عمومي ریاست د رهبرۍ له لوري د یاد ریاست د کیک بوکسینګ برخې مډال را وړونکي ورزشکاران، چې د IMAO نړیوال سازمان سیالیو کې یې دوه د سرو زرو مډالونه، یو د سپینو زرو مډال او یو د برنزو مډال ګټلی و، ستایلي دي.
په دغو سیالیو کې جاوید ځدراڼ په ۵۱ کیلو ګرام وزن کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو لومړی مقام، یاسر په ۷۱ کیلو ګرام وزن کې هم لومړی مقام، نجیب الله هوتک په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې دویم او ناصر ملکزاده په ۵۷ کیلو ګرام وزن کې درېیم مقام ترلاسه کړ او د هېواد په کچه یې دویم مقام ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ د IMAO نړیوال سازمان له لوري د ایران په کوربتوب د اووه هېوادونو ترمنځ د ۱۰ ورځو لپاره چمتو شوې وې، چې له افغانستان څخه شپږو ورزشکارانو، یوه روزونکي او یوه پلاوي ګډون کړی وو، چې په پایله کې د ایران ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، افغانستان دویم او د ترکیه ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.
دغې ستاینغونډې ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې د المپيکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د یادې ادارې د نشراتو رییس اتل مشواڼی، د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون رهبري پلاوی او زیات شمېر مینوال راغلي وو.
په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې د المپیکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري مډال را وړونکو ورزشکارانو ته مبارکي ویلې، دغه لاسته را وړنه یې د هېواد لوی ویاړ بللی او د هېواد پر وروستیو لاسته راوړنو یې خبرې کړې دي.
د مراسمو په پای کې د ورزش ادارې د رهبري له لوري مډال راوړونکو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.