کابل کې د ذمه یا قول دولتي چکډم د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا چکډم چې د کابل په کلکانو ولسوالي کې موقعیت لري، د ۵ میلیونه ۷۰۵ زره او ۶۷۵ اعشاریه ۴۱ افغانیو په لګښت د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې د ریيس مولوي نورالله حکمت، ځایي مسولینو او تخنیکي ټیم په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد چکډم د ۴۲.۵ متره په اوږدوالي، ۷ متره لوړوالي او ۵۰ متره محافظتي دېوال په در لودلو سره جوړ شوی، چې د ۵۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۲۵۰۰ کورنۍ ورڅخه برخمنې کېږي.
د دې چکډم چارې د اسلامي امارت په مالي لګښت د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.