ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګري وزیر کابل کې د ترکیې له سفیر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدنه کړې.

په دې کتنه ترکیې ته د ښاغلي عزیزي د سفر او د استانبول د نړیوال حلال ۲۰۲۴ نندارتون په پرانیست غونډه او نورو پروګرامونو کې د نوموړي د ګډون او په ترکیه کې د افغانستان د پلاوي د لیدنو او ناستو په تړاو خبرې شوې دي.

ټاکل شوې نورالدین عزیزي د ترکیې جمهوریت په رسمي بلنه د استانبول حلال ۲۰۲۴ په نندارتون کې ګډون وکړي.

دا نندارتون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د نوامبر له ۲۷مې تر دېرشمې نېټې په استانبول کې جوړیږي.