ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی: هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې.

په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې ګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ بللي دي.

د چین ځانګړي استازي د دواړو هېوادونه ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه مثبت ګڼلي او ویلي یې دي، چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.