ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ رحمان‌الله ګربز او نور احمد لکڼوال د هند غوره لیګ سیالیو کې وپېرل شول

د هند غوره لیګ (ای پي ایل) سیالیو لپاره د لوبغاړو بولۍ د سعودي عربستان په جده ښار کې روانه ده.

په دې بولۍ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بریدګر توپ‌وهونکی رحمان‌الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري په ۲ کروړه (شل میلیونه) هندي روپیو وپېرل شو.

رحمان‌الله ګربز په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ ای پي ایل سیالیو کې هم د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ګټه لوبېدلی.

نوموړي د هند غوره لیګ په ۱۳ سیالیو کې په ۱۳۳.۸۰ سټرایک ریټ سره ۲۸۹ منډې جوړې کړې او تر ټولو ډېرې یې ۸۱ دي.

پر دې سربېره ځوان لوبغاړی نوراحمد لکڼوال د لس کروړه (۱۰۰ میلیونه) هندي روپیو په بدل کې چینای سوپر کینګز لوبډلې واخیست.

نور احمد د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په ای پي ایل سیالو کې د ګجرات ټیټانز لوبډلې سره یو ځای شوی و.

نوموړي تر اوسه په ۲۳ ای پي ایل سیالیو کې ګډون کړی او ۲۴ وېکټې یې ترلاسه کړې دي.

د ۲۰۲۵ کال ای پي ایل بولۍ لپاره ۱۸ افغان لوبغاړي ټاکل شوي، چې پاتې نور به یې نن دوشنبه لیلامۍ ته وړاندې شي.

راشد خان لا له وړاندې ګجرات ټایټنز لوبډلې د تېر کال ای پي ایل سیالیو وروسته له ځان سره ساتلی او په سږني غوره لیګ کې به یې په ګټه ولوبېږي.