د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پخپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې کړې دي.
دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي، سرګي شویګو دبیرکل کوله د ياد هېواد د صدراعظم مرستیال الکسي آویرچوک، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې ځانګړی او بشپړ واک لرونکی سفیر دمیتري ژیرنوف، او ګڼو نورو غړو هم ګډون کړی و.
د ملي دفاع وزیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اسلامي امارت نوم له تور لیست څخه د ایستلو او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د روسیې هېواد د هڅو ستاینه کړې.
د روسیې لوري هم د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزارت هڅې د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې ستایلې دي.
د ناستې په دوام دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه ټینګار او خوښي څرګنده کړې او بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.