د کابل ښاروالي مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې تېر کال د سړک جوړولو برخه کې ۲۵ پروژې تطبیق شوې او په ټولیز ډول څه باندې ۸۲ کیلو متره سړکونه سفالټ او کانکرېټ شوي.
دغه راز د تېر کال پر مهال ۱۳ څلورلارې هم په ښکلې بڼه جوړې شوي دي.
د مسولینو په وینا؛ وروستي یوه کال کې په ټولیز ډول ۵۶۹۴ متره په اوږدوالي د ۵ کانالونو د ځینو ساختماني چارو پیل او بشپړول، د کابل ښار یو شمېر ناحیو کې د ۷ ژورو څاګانو کېندل، په اومه ناحیه کې د ده دنا فاتحې اخیستنې صالون جوړول، د دوو ګدامونو ترمیم او د څلور پارکونو جوړول او سرسبزي، تېر کال د کابل ښاروالۍ له نورو فعالیتونو څخه دي.
د یادو مسولینو د معلوماتو له مخې د کابل ښار په کچه په ټولیز ډول د ۴۸۸۷۵۱ ټنه کثافاتو ټولول او انتقال، د ۴۶۲۵۸۶ مترو په اوږدوالي د کانالونو او سړک غاړو ویالو پاکول، د څه باندې ۱۹ زره بېلا بېلو اصنافو څېړل، د ۱۹۹۸۲۸ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکو ټولول او د ۳۶۹۲ لوړپوړو ودانیو بررسي کول، په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ له نورو فعالیتونو څخه دي.
دغه راز د سړکونو جوړولو د پاتې چارو بشپړول، تر تدارکاتي پروسو وروسته د سړک جوړولو چارو پیل، د کانالونو، مارکېټونو او رحمان مینې استوګنیزو بلاکونو د ډیزان چارو تر سره کول په ۱۴۰۲ کال کې د کابل ښاروالۍ له عمده پلانونو څخه ګڼل شوي دي.