ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسراییلو د سوریې پر پلازمېنه راکټي برید کړی

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د دې هېواد پر پلازمېنه دمشق راکټي برید کړی.

د راپورونو پر اساس په دې برید کې د سوریې لږ تر لږه څلور سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سوریې د دولتي رسنیو په وینا؛ د دې هېواد هوايي دفاعي سیسټم په دمشق او شاوخوا سیمو کې یو شمېر راکټونه شنډ او له منځه هم وړي دي. اسراییلو د دې راکټي برید په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.