د هرات غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلورو بلاکونو او همدا راز د غور تولک ولسوالۍ د سربو کان یو بلاک د استخراج او پروسس ګټونکي شرکتونه اعلان شول.
د اقتصادي کمېسیون د لارښوونه پر اساس د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د هرات غوریانو ولسوالۍ اوسپنې کان څلور بلاکونه د استخراج لپاره ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوي وو، چې د هر اړخیزې او شفافې پروسې له ترسره کېدو وروسته یې وطن درخشان، ساحل شرق میانه، شمش ملي او باختر فولاد شرکتونه ګټونکي اعلان شول.
د یادو بلاکونو ګټونکو شرکتونو ډېره ونډه افغان شرکتونه جوړوي چې له بهرنیو شرکتونو سره به په ګډه دغه بلاکونه په مسلکي ډول استخراج او پروسس به په کور دننه ترسره کوي.
د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سربو کان له څلورو بلاکونو څخه د یو بلاک ګټونکی افغان انوېسټ شرکت دی، چې د دې کان عواید به په عامالمنفعه پروژو کې په مصرف رسیږي.
د هرات غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه او همدا راز د غور تولک ولسوالۍ د سربو کان د یوه بلاک قراردادونه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري منظور شوي دي.