د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۴ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۹/۱۶هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې۱۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۲۱۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ کورنیو سره ټولې۲۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۹۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۰۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۹ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره ټولې۳۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۰۲ کورنۍ او ۴۲۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۹۸ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۸ عدده