د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې سرپرست عبدالقادر، د خدماتو مسول عبدالله مخلوف او د هغه مل پلاوي سره لیدنه کړې او د پېښو له امله زیانمنو ته په ښه توګه د مرستو رسولو په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ملا نورالدین ترابي د یونیسف دفتر پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ دې موسسې د افغانستان له خلکو سره زیاتې مرستې کړې، موږ یې منندوي یوو.
نوموړي زیاته کړې؛ د کابل ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په ګدامونو کې د یونیسف له خوا مرسته شوي یو شمېر توکي شته، چې موږ به یې د خپلو موجوده مرستو سره یو ځای خلکو ته ووېشو.
ښاغلي ترابي له یونیسف غوښتي، چې دا ډول مرستې د دې ادارې ولایتي ریاستونو ته هم ورکړي، ترڅو د اړتیا په وخت کې خلکو ته ووېشل شي او هغوی ته پر وخت لاسرسی وشي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس همداراز ویلي، دغه اداره هڅه کوي ترڅو چي په راتلونکي کې معیاري ګدامونه جوړ کړي.
د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې سرپرست د دې لیدنې څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ یونیسف په ټولو ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سره همکاري لري او په دوامداره توګه هڅه کوي، چې زیانمنو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
نوموړي زیاته کړې؛ اوس مهال په ۱۲ مرکزي او ختیځو زونونو کې د روغتیا او ژمي لپاره مرستې موجودې دي، او د رواني میاشتې تر پای پورې به نورې مرستې هم یونیسف ته ورسیږي چې بیا به د ولایتي ریاستونو له لارې خلکو ته ووېشل شي.
د یونیسف موسسې د خدماتو مسول ویلي؛ دا موسسه په نهه ولایتونو کې ګدامونه لري او په راتلونکي کې به هڅه وکړي چې په هغو سیمو کې ګدامونه جوړ کړي، چې له پېښو زیانمنونکو سیمې وي، ترڅو د اړتیا په وخت کې خلکو ته پر وخت بېړنۍ مرستې ورسول شي.
په پای کې یادو مسولینو د بیړنیو حالاتو په ترڅ کې د دې موسسې د بشپړې همکارۍ لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی او دواړو خواوو په دوامداره همکارۍ ټینګار کړی.