د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون په سپیدار ماڼۍ کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د سوریې او منځني ختیځ په وروستيو تحولاتو، له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په پراختیا او په افغانستان کې په شویو سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګونو خبرې وشوې.
همدارنګه د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو بحث وشو.
دغهراز د سیاسي کمېسیون په ناسته کې د غوره حکومتولۍ او د ولس او نظام ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي هم بحث وشو.
د ناستې په پای کې د اړونده موضوعاتو په هکله اړینې پریکړې وشوې.