ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، پرون یکشنبه غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بېلابېلو بریدونو کې ۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

په دې بریدونو کې پرون سهار وختي د فلسطیني کډوالو دیرالبلاح کمپ کې د بې‌ځایه شویو خېمې هم په نښه شوې، چې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پینځه غړي پکې شهیدان شوي.

عیني شاهد محمد فیاد ویلي: “موږ یوې زورورې چاودنې له خوبه را ویښ کړو. د چیغو او ژړاوو لوري ته مو منډې کړل، چې ګڼ ملکیان شهیدان شوي وو؛ ټوله کورنۍ، نارینه، ښځې او د دوی ماشومان.”

د الجزیرې خبریال ویلي؛ په دې برید کې، چې له مخکیني خبرداري پرته شوی، لسګونه نور کسان ټپيان شوي هم دي.

وروسته بیا په البریج کمپ کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر یوه استوګنیزه ودانۍ برید شوی، چې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

د غزې روغتیا وزارت پرون یکشنبه ویلي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې له ۴۴ زره او ۷۰۸ ډېر فلسطینیان شهیدان او ۱۰۶ زره او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره د غزې په شمال کې لا هم کمال عدوان روغتون د اسرائیلو له لوري محاصره دی او روغتیايي مسولین وايي، چې په بریدونو کې یې ډېرې ویجاړۍ رامنځته شوې، د برېښنا او اکسیجن پمپونه او د بېړنیو عملیاتو برخې زیانمنې شوې دي.

د یاد روغتون مشر حسام ابو صفیه حالت خطرناک ښودلی او ویلي یې دي، چې د جدي پاملرنه په برخه کې ګڼ ناروغان لرو او ګڼ نور عملیاتو ته په تمه دي؛ خو د عملیاتو خونو ته یوازې د اکسیجن او برېښنا په شتون کې لاسرسی ممکن دی.

د الجزیرې خبریال ویلي، چې اسرائیلي عسکر د روغتون د دروازې په ۵۰۰ متري کې ځای پر ځای شوي او نښه ویشتونکي یې خلک او روغتون کې خوځېدونکي په نښه کوي. دغه‌راز فضا هم بې‌پیلوټه او جنګو الوتکو نیولې ده.

تېره جمعه هم د کمال عدوان روغتون شاوخوا د اسرائیلو په برید کې ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي وو.