د سرحدونو، قومونواو قبايلو چارو وزارت وايي؛ د ننګرهار ولايت په دره نور ولاسوالۍ کې د قومي سپين ږيرو او علماوو په دوامداره همکارۍ د دوو کلیو ترمنځ هغه اووه کلنه اوږده شخړه هواره شوه، چې له دواړو خواوو پکې دوه تنه وژل شوي او دوه نور پکې ټپيان شوي وو.
د دغې روغې جوړې پر مهال علماوو او مسولينو ښکېلو خواوو ته لومړی د سولې او بښنې پر تړاو هر اړخيزې خبرې کړي او بيا يې له هغوی غوښتي، چې د دښمنۍ او نفاق پر ځای ګډ او سولهييز ژوند ته مخه کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې ۳۰ کلنه دښمني د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو لخوا هواره شوې، چې څلورو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.