ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امر بالمعروف وزارت: د انسان د بدن د غړو پلور او ګټه ورڅخه اخیستل په بشپړ ډول منع او غیرې شرعي کړنه ده

امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د انسان د پښتورګو (ګردو) ینه (جګر)، سترګو او وېښتانو پلور او ګټه ورڅخه اخیستل په بشپړ ډول منع او غیرې شرعي کړنه ده.

د امر بالمعروف او نهی عن المنكر قانون د ۱۸ مې مادې اووم بند داسې صراحت لري: “د انسان د اعضاوو لکه پښتورګی (ګرده)، ینه (جگر)، سترګو او وېښتانو له خرڅولو او استعمالولو څخه منع کول.”

په یاده ماده کې محتسبينو ته دنده ورکړل شوې، ترڅو له پورتنیو ذكر شويو ټکو څخه مخنیوی وکړي، دا ځکه چې اسلامي مقدس شریعت د انسان کرامت ته ځانګړی ارزښت ورکړی او دانسان د بدن ټولو برخو ته د درناوي امر کوي.

لکه څرنگه چې الله تعالی په خپل کلام کی ټینگار کوي او فرمايي: “ولقد كرمنا بني آدم” (الاسراء : ۷۰).

ژباړه: په تحقیق سره چې موږ بني آدم ته کرامت ورکړی دی.

په یاده اعلامیه کې راغلي: د انسان بدن د الله تعالى له نعمتونو څخه دی او په هېڅ ډول د سوداګري یا سپکاوي لپاره نه دی جوړ، له همدې امله د انسان د بدن د غرو لکه پښتورګی (ګرده) ینه (جګر)، سترګو او وېښتانو پلور او ګټه اخیستل په بشپړ ډول منع او غير شرعي کړنه ده.

بلخوا فقهاوو په دې ټینګار او اتفاق کړی، چې د انسان د وېښتانو څخه ګټه اخیستل پلورل او استعمالول یې نه دي روا، ځکه انسان ته الله تعالى عزت ورکړی، نو د انسان د بدن هیڅ غړی یا برخه باید سپکه یا بې ارزښته و نه گرځول شي.

همداراز د دارالکتاب اسلامي خپرندويه ټولنې له لوري خپاره شوي، البحر الرائق شرح كنز الدقائق كتاب شپږم ټوک، ۸۸ مه پاڼه کې راغلي، چې د انسان د وېښتانو پلورل او ګټه اخیستل ځکه نه دي روا، چې انسان ته عزت ورکړل شوی او بې عزته کول یې منع دي.

رسول الله ﷺ فرمايلي دي: «لعن الله الواصلة والمستوصلة»

ژباړه: الله تعالى هغه ښځه چې وېښتان لګوي او هغه څوک چې ورته لګوي يې لعنت کړي دي.

پورتني ټکي ته په کتو د انسان وېښتان ځکه نه پلورل کېږي، چې انسان ته عزت ورکړل شوی که هم کافروي.

همداراز د دار الفکر خپرندويه ټولنې له لوري خپاره شوي الفتاوى الهندية كتاب ۵ توک ۳۵۴ مه پاڼه کې علما وو داسې فتوا ورکړې، چې د انسان د بدن د برخو څخه ګټه اخیستل روا نه دي.

ځيني عالمان وايي دا د نجاست له امله دي، خو سم نظر دا دی چې دا د انسان د عزت لپاره ناروا ګڼل شوي.

د يادې پرېکړې بنسټ دا دی، چې د انسان د بدن د غړو او برخو نه پلورل د انساني کرامت او عزت د ساتلو لپاره دي.

د انسان بدن ځانگړی حرمت لري او د هغه د بدن غړي باید په هیچ حالت کی د سوداګری یا ګټې اخیستنې وسیله و نه ګرځول شي، ځکه چې د انسان د عزت او کرامت خلاف کار دی.

د انسان د بدن د غړو پلور یا ترې ګټه اخیستل د انساني کرامت سره په ټکر کې دي او په اسلامي مقدس شریعت کې هېڅ ځای نه لري.

پر همدې بنسټ ټول مسلمانان مکلف دي، چې د اسلامي مقدس شریعت اصول مراعت کړي د انسان بدن ته درناوی وکړي له هغو کړنو ځان وساتي، چې د انسان سپکاوی یا بې عزتي گڼل کېږي او د دې عمل د مخنيوي لپاره د هڅو ترڅنگ د الله تعالى او د هغه د رسول ﷺ لارښوونې په بشپړ ډول پلي کړي.