ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چین له سفیر سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ پر بېلابېلو روغتیايي موضوعاتو خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سنتي طب برخې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د تربیوي برنامو برابرېدو، په کندهار ولایت کې د میرویس سیمه‌ییز روغتون پر پراختیا او عصري کېدو، په مرکز کابل کې د روغتیايي مراکزو پر ریفورم او د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې اړوند بحث او خبرې شوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان او چين ترمنځ اړیکې اړینې بللې او د یاد هېواد له سفیر یې غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې د مسلکي کسانو روزلو، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو او افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړلو برخو کې له روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

د یاد هېواد سفیر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د بیا رغونې، او د زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې چین غواړي د ډاکټرانو یو ټیم افغانستان ته را ولېږي، ترڅو هغه ماشومان چې د زړه ستونزې لري درملنه یې وکړي او د اړتیا په صورت کې یې د لا ښې درملنې په موخه چین هېواد ته ولېږدوي.