ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي دفاع وزارت کې د ۱۴۰۴ کال لپاره د امنیتي پلان جوړونې کلنۍ ګډه غونډه وشوه

ملي دفاع وزارت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ پلان جوړونې غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د کورنیو چارو وزارت درستيزوال مولوي عبدالرحیم احمد، د استخباراتو لوی رياست استازي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل او د اجنډا مطابق هر اړخيز بحث شو.

د دې ناستې موخه د هېوادوالو لپاره د ډاډمن امنيت تأمین، د ۱۴۰۴ه.ل کال لپاره د امنيتي پلان برابرول او په هېواد کې د لويو پروژو (ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او نورو) د امنیت په اړه خبرې وې، چې د درې واړو امنيتي ارګانونو ترمنځ د ګډو پلانونو او بشپړې همغږۍ له لارې امنیت تأمین کړي.

د غونډې په دوام د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز امنیتي او دفاعي ځواکونو مسولینو او منسؤبینو ته ویلي: «د هېواد د امنیت او ارامتيا لپاره هدف، پلان جوړونې، او د راتلونکي لپاره يې تجزیې او تحلیل ته اړتیا لرو؛ امنیتي او دفاعي ارګانونه باید پر مؤثرو پلانونو کار وکړي ترڅو د امنیتي پیښو لا مخه ونیول شي».

نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې په ټولو برخو کې بریالیتوبونه تر لاسه کړي، په ځانګړې توګه په امنیتي برخه کې، چې دا ټولې پایلې د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د هېواد امنیتي او دفاعي مجاهدینو د هڅو او مؤثره پلانونو پایله ده.»