ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د سیمې پر هېوادونو سربېره له نړۍ سره ښې اړیکې لرو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار کوټ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو په هېواد کې بشپړ امنیت بې‌ساري بللی، د عدالت په پلی کولو یې خوښي ښودلې او په عدلي او قضايي برخو کې یې د لامثبتو بدلونو غوښتنه کړې.

یادو مشرانو زیاته کړې، چې د اسلامي نظام ساتنه د اسلامي امارت او ملت ګډ مسولیت دی او باید لا ډېر کار ورته وشي.

قومي مشرانو د حکومتي چارو په برخه کې یو لړ وړاندېزونه او مشورې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې له اسلامي نظام سره د خلکو مینه او علاقه د ملت ملاتړ په ډاګه کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د امنیت له ټېنګښت وروسته د سیمې پر هېوادونو سربېره له نړۍ سره ښې اړیکې رغولې، چې د افغانستان پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري.

نوموړي همدارنګه ویلي، د هېواد د ټولو اتباعو مشورو او وړاندیزونو ته پوره پاملرنه کیږي.