ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مصري پلاوي او ډیپلوماټانو د اسلامي امارت دوه کلنې لاسته راوړنې ستایلي

مصري پلاوي او ډیپلوماټانو کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رياست له رییس سره لیدلي دي.

د مصري پلاوي مشر حسن عبدالسلام النجار کابل کې د مصر سفارت لومړي سکرتر او د قونسلى چارو مسول محمد احمد عبدالحلیم د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رياست له رییس فيضان الله ناصري سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د مصري پلاوي مشر په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د دوه کلنو لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سراسري امنیت او اقتصادي ثبات د برقرارۍ ستاینه کړې.

 دواړو خواوو د هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختيا پر څرنګوالي ټينګار کړې.