د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د بشري مرستو همغږي کوونکي او د ملګرو ملتونو سرمنشي او ځانګړي استازي دانیل اندریس او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغان کډوالو په ستونزو، د ملګرو ملتونو او افغانستان اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او د شته ستونزو د حل په لارو چارو خبرې شوي.
د کډوالو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې او ویلي يي دي، چې د ملګرو ملتونو همکاريو دوام به د شته ستونزې راکمې کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، زموږ او ستاسي ګډه موخه د بېوزلو او مستحقو لاسنیوی دی او نړیوال باید خپلې مرستې زیاتې کړي.
خلیل الرحمن حقاني د ښځو حقوقو ته په اشارې ويلي؛ په افغاني ټولنه کې د ښځو ټول مسولیت له واده وروسته د خاوند په غاړه وي، چې دا په نورو هېوادونو کې نه لیدل کیږي.
د ښاغلي حقاني په وینا؛ د ۱۰۰ زره بې ځایه شوو وګړو سربیره میلیونونه افغان ګډوال په نورو هېوادونو کې لرو، چې ټول یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي د بشري مرستو په کموالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ډېرى مرستندويه موسسې يوازې ٢٠ سلنه مرستې پر خلکو وېشي او ٨٠ سلنه يې ضايع کوي.
دغه راز په ګاونډي او اروپایي هېوادونو کې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه مو دا ده چې د اصولو او قوانینو سره سم ورسره چلند وشي.
ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې څو اړخیزه ناسته کې باید د افغان کډوالو د ستونزو په حل لارو غور وشي.
ښاغلي دانیل مرستو کې په روڼتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ موږ هم محدودیتونه لرو چې د حل په لټه کې یې یو.
نوموړي د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې پیغام به مو تر نورو ورسوو.
د کډوالو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې محدودیتونه د دواړو لورو په ګټه نه دي او د خبرو اترو لاره باید خلاصه وي.
ښاغلي وزیر زیاته کړې، چې له ملګرو ملتونو مو هیله دا ده، چې په ګډه د بشري مرستو په رسولو کې همغږي او همکاري وکړي.
په پای کې دواړو خواو د مرستو پر دوام او روڼتیا ټنګار کړی دی.
خلیل الرحمن حقاني: له افغان کډوالو سره دې اصولي چلند وشي
