د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰ اوریزه نړیواله لوبه کې کوربه زېمبابوې لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.
د دغې لوبې پچه هم افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو شپږو لوبغاړو په زیان سره ۱۵۳ مندې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه دروېش رسولي ۵۸، عظمت الله عمرزي ۲۸ او ګلبدین نایب ۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د دغه هدف په دفاع کې افغان لوبډلې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۱۰۳ منډو له ډګره بهر کړل.
د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان او نوین الحق ۳-۳، مجیب الرحمن دوه، فرید احمد ملک او عظمت الله عمرزی یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه چې پر مټ یې افغان اتلانو د ۵۰ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
دروېش رسولي چې د افغان لوبډلې په ګټه یې خورا ښه توپوهنه وکړه او په ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ نیمه سلیزه (۵۸ منډې) جوړه کړه، د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې سره د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۱-۱ مساوي شوه، چې برخلیک ټاکونکې لوبه به یې نن د شنبې په ورځ ترسره شي.