ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات اسلام قلعه بندر کې د نري رنځ د تشخيص دوه ایکسري ماشینونه نصب شوي

د هرات اسلام قلعه بندر کې د ایران له پولې څخه را اوښتونکي کډوالو د نري رنځ د تشخیص په موخه دوه ایکسرې ماشینونه نصب شوي.

یاد ماشینونه د ۱۶۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

د هرات ځايي مسولینو د دې دستګاوو د پرانېستې پر مهال ویلي؛ د پورتیبل ايکسرې دستګاه د ګلوبل فنډ انسټيټيوټ له لوري د ٦۵ زره ډالرو په ارزښت اخېستل شوې او په یاد بندر کې نصب شوې ده.

په هېواد کې د نري رنځ د ملي پروګرام مسول ډاکټر خان محمد منګل وايي، چې دا ماشین په ۲ ثانیو کې د نري رنځ د معلومولو لوړ ځواک لري او په نري رنځ اخته کسان به په خپلو اصلي برخو کې تشخیص او درملنه به یې وشي.

ورته مهال د نري رنځ د تشخیص بل ماشین د ۹۵ زره ډالرو په ارزښت د اسلام قلعه روغتیايي کلینک لپاره اخېستل شوی وو، چې د روغتیايي مسولینو په شتون کې پرانیستل شو .

ډاکټر منګل د دې دستګاه د پرانېستې پر مهال ویلي، چې تېر کال په ټول هېواد کې د نري رنځ ۵٢ زره کسان تشخيص، ثبت او درملنه يې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې وسایلو په کارولو سره د نري رنځ تشخیص اسانه شوی دی.

د هرات د نري رنځ پروګرام مشر ډاکټر عبدالرحمن احمدي ویلي، چې تېر کال په هرات کې د توبرکلوز ۲ زره او ۸۰۰ ناروغان ثبت شوي او درملنه یې شوې ده.

ډاکتر احمدي زیاته کړې، چې د نري رنځ د ناروغانو تشخیص او درملنه وړیا ده او له شپږو میاشتو څخه تر یوه کال پورې دوام کوي.