د راپورونو پر اساس د پاکستان سند ایالت کې د یوه اورګاډي چپه کېدو له امله د مړو شمېر ۳۰ او د ټپیانو له ۱۰۰ اوښتی.
د مرسته رسولو او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او مسولین وايي، چې د پېښې سیمه پاکوي.
پاکستاني پولیس وايي، چې د یادې پېښې په تړاو یې څېړنې روانې دي.
دا پېښه تېره یکشنبه د پاکستان سیند ایالت په شنغز ولسوالي کې رامنځته شوې.
یاد اورګاډي له کراچۍ نه حویلیو سیمې ته سفر کاوه، چې له خپلې لیکې وتلی او چپه شوی دی.