سریزه
ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې په اقتصادي او سیاسي وضعیت کې یوه بدلون راوستونکې پروژه ده چې له ډېره وخته يې په افغانستان کې د عملي چارو د پېل له پاره شېبې شمېرل کېدې.
له نېکه مرغه، موده وړاندې یې د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف له لوري د یادې پروژې عملي چارې پیل شوې.
ټاپي TAPI د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نومونو لومړي توري دي.
یاد هېوادونه په دغه پروژه کې ښکېل دي او ګټه يې ترلاسه کوي.
د یادې پروژې له لارې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي.
دغه نللیکه به هر کال د ترکمنستان ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.
د ټاپي د ګازو نللیکه د ترکمنستان له ګیلکنیش څخه پېل او د افغانستان له هرات او کندهار څخه تېرېږي او کوټې ته رسېږي، چې بیا د پاکستان له ملتان څخه له تېرېدو وروسته په هند کې خپل وروستي لوی تمځای فاضلیکا ته رسېږي.
د ترکمنستان له ګیلکنیش څخه د هند تر فاضلیکا پورې د ټاپي پروژې ټول اوږدوالی یو زر او ۸۱۴ کیلومتره کېږي چې ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستان څخه تېرېږي.
شالید
د ټاپي پروژې په اړه بحثونه د تېرې زېږدي پېړۍ نوییمو کلونو ته ورګرځي.
لومړیو کې په دغه پروژه کې یوازې ترکمنستان، افغانستان او پاکستان شامل وو چې ټاپ TAP بلل کېده، خو په ۲۰۰۸ ز کال کې هند هم دغې پروژه کې شامل شو او ټاپ په ټاپي بدل شو.
د ترکمنستان حکومت په ۲۰۱۵ ز کال کې په خپله خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارې پېل کړې چې په ۲۰۱۹ ز کال کې پای ته ورسېدې.
په ۲۰۱۸ ز کال کې په افغانستان کې د یادې پروژې د عملي چارو د پېل پرانېسته وشوه، خو د افغانستان اشغال، فساد او د پردیو په اشاره چلېدونکې خراب امنیتي وضعیت د پروژې د تطبیق مخه ونیوله.
په ۲۰۲۱ ز کال کې په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو سره سم د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دې هیله پېدا شوه چې په افغانستان کې د ښه امنیتي وضعیت له امله به د ټاپي پروژې عملي چارې بېرته پېل شي.
له ډېرو بحثونو او د دواړو هېوادونو د چارواکو له سفرونو وروسته د روان زېږدي کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د برخې د عملي کار پرانېسته وشوه.
اوسمهال په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په چټکۍ سره روان دي.
افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټې
د بېکارۍ کچې کموالی: ټاپي به د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت کې بدلون راولي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به د زرګونو کسانو په بوختېدو سره د بېکارۍ کچې په کمېدو کې به مهم رول ولوبوي.
ګازو ته لاسرسی: افغانستان به له دغې پروژې څخه په ډېره اندازه ګاز ترلاسه کړي.
لومړیو کې به د کال ۵۰۰ میلیارده مکعب وي، خو وروسته به یې کچه لوړه او ۱.۵ میلیارده متره مکعب ته به ورسېږي.
دغه کچه ګاز به د افغانستان د ګازو اړتیا تر ډېره بریده پوره او پر نورو هېوادونو به د افغانستان تکیه راکمه کړي.
د دولتي عاید لوړوالی: افغانستان به د دغې پروژې له درکه هر کال د ترانزیټ ۴۰۰ میلیونه ډالر فیس هم اخلي چې امارتي خزانې ته به ځي.
دې سره به د دولتي عوایدو کچه لوړه او دولت به دغه پیسې د هېواد د ابادۍ په نورو برخو مصرف کړي.
د بهرنۍ پانګونې جلب: د ټاپي پروژه کولی شي چې افغانستان ته بهرنۍ پانګونه جلب کړي. بهرني شرکتونه به په بېلابېلو برخو کې افغانستان ته د پانګونې له پاره راشي چې دا به په افغانستان کې د اقتصادي ودې لامل وګرځي.
په ټوله کې ټاپي، ورسره نورې پروژې او بهرنۍ پانګونه د افغانستان د زېربنا، بېکارۍ او غربت کچې کمولو، اقتصادي ودې او سیاسي ثبات له پاره ډېر مهم دي.
افغانستان کې د پروژې کاري پرمختګ
اوسمهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټول اړین وسایل افغانستان ته رارسېدلي دي.
د پروژې په عملي چارو کې له پرمختللې ماشینرۍ او عصري وسایلو څخه استفاده کیږي او په سیمه کې د پروژې عملي چارې په منظم ډول او بې له کومې ستونزې پر مخ روانې دي.
پایله
د ټاپي پروژې د پېل بحثونه د تېرې زېږدي پېړۍ په نوییمو کلونو کې پېل شوي وو، خو د ځینو ښکېلو هېوادونو سیاسي وضعیت او د افغانستان اشغال هغه څه وو چې د دغې پروژې د عملي چارو مخه یې نیوله.
اوس یې په افغانستان کې عملي چارې روانې دي او تمه ده چې د افغانستان ډاډمن امنیت، د اسلامي امارت او ښکېلو هېوادونو پوره ژمنتیا به د دغې پروژې چارې په افغانستان کې په خپل وخت پای ته ورسېږي او افغانستان به ترې ډېره اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.