د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په څیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مسلکي کادرونو په روزنه کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دولتي ادارو، تشبثاتو ادارو او خصوصي سکتور کاري برخو د اړتیا سره سم د وخت د غوښتنې او د ټکنالوژۍ د تغیر سره د برابرۍ په ساتلو د لارو چارو طرحو، درسي پلانونو او د نویو څانګو رامنځته کول، د درې زره او ۸۷۲ زده کوونکو لپاره د ۴۴ لنډمهاله حرفوي کورسونو دایرول، کثیر الرشتوي انسټیټوټ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د دوه مسلکي لېسو رامنځته کول او د هېواد په کچه په زده کړییزو مرکزونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ۲۵ څانګو رامنځته کول د دې ادارې نوې لاسته راوړنې دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په تېر یوه کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د بېلابېلو ښوونیزو څانګو د نصاب بیا کتنه، د ۳۸۰ زره ټوکه درسي کتابونه،۳۷ زره او ۵۰۰ ټوکه درسي موادو چاپ او وېش، د کیفیت د تضمین سیستم پراختیا، د ظرفیت لوړونې د ورکشاپونو او د تعلیم، مسلک او تحصیل د کنفرانس او نندارتون جوړول ددې ادارې فعالیتونه یاد کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال د ادارې ستراتېژیک پلان تدوین شوی، د تقنیني اسنادو د بیا کتنې او تدوین چارې بشپړې شوي، له وزارتونو، خپلواکو ادارو او کورنیو او نړیوالو موسسو سره نهه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه ۱۳۹ پروسې ساده شوي دي.
د مفتي فضل الرحمن فاضل په وینا، د ۱۴۰۲ کال عادي بودیجه یو میلیارد ۳۸۲ میلیونه ۱۸۹ زره او ۱۶۲ افغانۍ او انکشافي بودیجه یې ۱۹ میلیونه ۱۳۲ زره ۸۰۰ افغانۍ ده، چې د پلان له مخې یې د مصرف چارې په موثره توګه روانې دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د یادې ادارې د ۱۴۰۲ کال لپاره عمده پلانونه؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د ۳۰ زره زده کوونکو او محصلینو جذبول، د ښوونیز نصاب بیا کتنه، د PLC او CNC ښوونیز نصاب تدوین او پراختیا، د ۶۱ عنوانه کتابونو ترتیب او راټولونه، د پراختیایي پلان جوړونه، د ورکشاپونو او کنفرانسونو دایرول او د الکترونیکي سیستمونو رامنځته کول بللي دي.